پشتو- پشتو ٹائیپنگ سیکھئے

نزرانہ نے 'علاقائی زبانیں' کی ذیل میں اس موضوع کا آغاز کیا، ‏29 مارچ 2014

  1. نزرانہ

    نزرانہ رکن

    مراسلے:
    147
    پښتو ټائپنګ زده کول غواړم خو چیری او څنګه
    د مائیکروسافټ کيبورډ تر ټولو غوره دی ځکه چې تاسو يې په هر کمپوټر کې هر وخت استعمالولی شئ. نور پښتو کیبورډونه عامو خلکو جوړ کړي چې د مائیکروسافټ په شان تجربه او پیسې نه لري. نو که زما منی نو دغه شان چل اوکه:
    خپلی ونډو کې اول د پښتو ژبه فعاله کول غواړي. د سکرین کیڼ اړخ کونج کې په Start کلک که او Control Panel خلاص کړه.
    دلته Clock, Language, and Region لاندی Change Display Language ته چې ټک ورکی نو د Keyboard and Languages سرلیک راښکاره شي. دلته په Change Keyboard کلک که.
    اوس تاسو ته مخامخ د ونډو سسټم ژبو لسټ Language List ښکاري. ښي اړخ ته د Add په بټن ټک وکه.
    دلته Pashto Afghanistan لاندی Keyboard خوښ کړه او OK يې که، بیا OK که او یو ځل بیا OK ته ټک ورکه. دا دی د ستاسو په کمپوټر پښتو فعاله شوه.
    اوس Microsoft Word خلاص کړه او Alt+ Shift دواړه یو ځل غبرګ ټینګ کړه. د سکرین لاندی پټۍ یا Taskbar باندی په ښي اړخ تاسو وینۍ چې PA یعني پښتو لیکلي. Alt+ Shift چې یو ځل بیا ټینګ کړی نو دا به EN یعني English ته واوړي. نو PA پښتو دی چې راوسته نو اوس MS Word، په انټرنټ یا په بل سافټ وییر کې پښتو لیکل شورو کولی شی.
    ښکاري چې ټائپنګ يې ګران معلومیږي نو د هغې اسانه طریقه دا ده چې لاندی لنک کې د ټائپنګ مشق د پاره دا سپک سافټ وییر ډاونلوډ کړی. دا خاص د مائیکروسافټ کيبورډ باندی ټچ ټائپنګ زده کولو د پاره دی. یو څو ورځو کې به تاسو د پښتو ژبه ټائپ کول شورو کړئ. د پښتو نړیواله ورځ مو مبارک شه.
    • علمی علمی x 1

اس صفحے کی تشہیر