پشتو- د بیری ٹال

نزرانہ نے 'علاقائی زبانیں' کی ذیل میں اس موضوع کا آغاز کیا، ‏25 مارچ 2014

  1. نزرانہ

    نزرانہ رکن

    مراسلے:
    147

    په نمائش کي خان بلها ډير ميوي ايښي وي
    ځمونګ د بيري په شليدلي ټال ي هيڅ ونه وي

    د ښار حاکم په بازارې مينه ډګري ورکړله
    د کليوالي په ساده جمال ي هپڅ ونه وي

    د زماني په بدليدونکي چال ي هيڅ اونه وي
    خپلي ي اووي خو زمونګ په حال ي هيڅ اونه وي

    ټولي ډالې ي د الفت رانه واپس واغستي
    خداي زده په سه د کابلي رومال ي هيڅ اونه وي
    ځما په مخ ي د غربت د نښو شمار کولو
    پخپله زنه د وران شوي خال ي هيڅ اونه وي

    ډير لاړل راغلل د يوسف غوندي په تخت کيناستل
    ځمونګ د مړو د ژوندو په سوال ي هيڅ اونه وي
    رخصت ي واغست د تير ټول عمر حساب ي اوکو
    سه به پيښيګي د راتلونکي کال ي هيڅ اونه وي

    چا بادارونه ستايه چا دلته کي جنګ تود نه کو
    امن مو چرته دے پښتون ليکوال ي هيڅ اونه وي
    د قام تصوير په وينو جوړو هغه اتل
    په زړه ي راغله نو د فن کمال ي هيڅ اونه وي

    د زماني په بدليدونکي چال ي هيڅ اونه وي
    خپلي ي اووي خو زمونګ په حال ي هيڅ اونه وي

اس صفحے کی تشہیر